د بدخشان شورابک بند کې په ازمایښتي توګه اوبه زیرمه شوې!

MEW-Media
Mon, Jan 04 2021 9:44 AM
99

لکه څنګه چې تاسو خبر یاست د هېواد په کچه په مختلفو ولایتونو کې د اوبو او بريښنا په یو شمېر بندونو کار روان دی چې د شورابک بند په ګډون د یو شمېر بندونو چارې تر ډيره بشپړې شوي او د اوبو ذخیره کولو ته اماده دي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او په سیمه کې د شورابک بند مسؤلینو لخوا د شورابک بند د اوبو ذخیره کولو ازمایښتي پيل وشو، نتیجه یې خورا مثبته وه چې په نږدې راتلوونکي کې به په عملي توګه د اوبو ذخیره کول پيل شي چې دا به د هېوادوالو لپاره غوره زیری وي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره خپلو ګرانو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د بدخشان شورابک بند په ګډون به د هېواد ټول لوې بندونه په نوب سره بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu