د فراه ولایت د بخش آباد بند د چارو وضعیت څېړلو په موخه د همغږۍ تر سره شوه.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس او د انرژي خدماتو د تنظیم ادارې سرپرست ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په مشرۍ چې فراه ولایت د بخش اباد بند د چارو وضعیت څېړلو په موخه د یاد ولایت د ولس استازو او قومي مشرانو سره د دغه بند د وضعیت څېړلو په موخه د همغږۍ جلسه تر سره کړه.
په دغه ناسته کې د بخش آباد بند پروژې د کار عملي چارو په وضعیت او د کار په چټکتیا هر اړخیز بحث وشو.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس د پروژې د ارزښت یادولو تر څنګ د کار په چټکتیا ټينګار وکړ، په ورته وخت کې د فراه ولایت د ولس استازو د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د قراردادي شرکت مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې د بخش آباد بند پروژې د کار چټکتیا لپاره هر ډول همکارۍ ته ژمن دي.
د بخش آباد د اوبو لګولو او بريښنا بند به د ٢٧ میګاواته بريښنا تولید ارزښت ولري؛ ۱۳۶۴ میلیونه متره مکعب اوبه به ذخیره کوي او ۶۸ زره هکټاره ځمکه به خړوبوي.
