د افغانستان د اقلیم او اوبو اطلس مسودې بیا کتنې مشورتي ورکشاپ تر سره شو.
دغه ورکشاپ د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال ښاغلي انجنیر احمد ویس بصیري، د اوبو سرچینو لوی رئيس انجنیر فایزالرحمن عزیزي، د کابل سیندیزې لویې حوزې رئيسې انجنیر فومن فروغ، د سطحي اوبو رئيس انجنیر فضل الله دراني، د نړیوال بانک استازی عظیم دوستي، د کرنې وزارت استازی، د پيښو پر وړاندې د مبارزې وزارت، د هوا پېژندنې ادارې، د چاپېریال ساتنې ادارې استازو، د کابل او پولي تخنیک پوهنتونونو استادانو او د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې یو شمېر رئيسانو او مسؤلینو په شتون کې د ۱۳۹۹ د دلوې په ۱۱ نېټه تر سره شو.
دغه ورکشاپ د (افغانستان اقلیم او اوبو اطلس) په اړه د نظریاتو او وړاندیزونو را ټولو په موخه جوړ شوی و چې د افغانستان_ تاجکستان هایدرولوژي همکاریو پروژې CREWS لخوا او د افغانستان جمهوري دولت د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې، نړیوال بانک او نور پراختیاي شریکان چې د اوبیزو سرچینو په پياوړي کولو، هایدرولوژي سیسټمونو، سیلابونو، وچکالۍ، اقلیم بدلون او نورو کې برخو کې د افغانستان ملاتړ کوي په لاره اچول شوی و.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال ښاغلي انجنیر احمد ویس بصیري د افغانستان د اقلیم او اوبو اطلس د هېواد د اوبو سرچینو او اقلیم بررسي او پېژندنه کې مهم یاد کړ او وې ویل:" د دغه اطلس جوړل نه يواځې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې بلکې د ټولو اړونده ادارو او علمي بنسټونو لپاره ارزښتمند دی".
ښاغلي بصیري نړیوال بانک څخه د مننې تر څنګ د هغوئ له استازي څخه وغوښتل تر څو د هېواد اوبو معلوماتي سیسټم جوړولو کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې سره مرسته وکړي.
په عین حال کې د اوبو سرچینو عمومي رئیس انجنیر فایزالرحمن عزیزي د افغانستان د اقلیم او اوبو اطلس په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه:" دغه اطلس د اوبو، هایدرولوژي او اقلیم اړیکه له کرهڼې، چاپېریال ساتنې او اقتصاد سره ښي". هغه زیاته کړه چې دغه اطلس د افغانستان په ټولو سیندیزو حوزو کې د غرونو، سیندونو، یخچالونو، د خړوبو شویو ځمکو، ځنګلونو، اقلیم، هایدروګراف، د سیندونو جریانونو، اوبیزو شبکو، د طبعي او غیر طبعي پيښو هایدرومتري خصوصیات لري کولی شي د برنامه جوړونکو او استفاده کوونکو لپاره د کلي او تصویري معلوماتو را ټولو په برخه کې ګټور واقع شي.
په دوام یې د نړیوال بانک استازي عظیم دوستي او د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د ځمکې سر اوبو رئيس انجنیر فضل الله دراني ګډونوالو ته د افغانستان د اقلیم او اوبو اطلس مسودې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، د دغه سند غني کولو په موخه یې د اړونده ادارو استازو نظرونو اورېدلو تر څنګ له هغوئ وغوښتل تر څو نوي معلومات او د موضوعاتو دقیق ارقام چې په لاس کې لري له دوئ سره شریک کړي.
