د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس د دغې ادارې د مالي او اداري عمومي ریاست او د انجنیر خدماتو او اوبو تاسیساتو عمومي ریاست د کاري اجراآتو جریان او د چارو بهیر څخه کتنه او څارنه وکړه.

MEW-Media
Wed, Feb 03 2021 10:49 AM
33

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس انجنیر خان محمد تکل د دغې ادارې د مالي او اداري عمومي ریاست او د انجنیري خدماتو او اوبو تاسیساتو عمومی ریاست په چوکاټ کې د ټولو ریاستونو د چارو مخته وړلو په موخه د دوئ له دفترونو، شعبو، د کاري اجراآتو جریان، د کارمندانو د فعالیتونو بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس د دغو ریاستونو د چارو څارنې پر وخت، کار کوونکو ته د چارو ښه سمبالښت په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu