د تخار ولایت د خلکو استازو او مشرانو سره په دغه ولایت کې د پراختیايي پروژو په اړه ناسته،

MEW-Media
Thu, Feb 11 2021 10:38 AM
555

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په ولسي جرګه کې د خلکو استازې نظیف یوسفي بیک او د دغه ولایت یو شمېر مشرانو سره په دغه ولایت کې د اوبو مدیریت پراختیاي پروژو په اړه خبرې وکړې. په دغه لیدنه کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د تخار ولایت مشرانو ته په روستاق ولسوالۍ کې د اوبو ذخیره کولو د یو کوچني بند جوړولو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه:" د دغه پروژې د سروې او ډيزان چارې به ژر پيل او عملي چارې به یې په راتلوونکي کال کې د اسیا پراختیاي بانک په مرسته پيل شي". په عین حال کې د تخار ولایت د خلکو استازې نظیفه يوسفي بیک د پراختیاي پروژو د پلي په برخه کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې هڅې او جدیت وستایه او د خلکو د ستونزو یادولو تر څنګ یې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې رهبري څخه د اوبو ذخیره کولو کوچنیو نورو بندونو جوړولو غوښتنه وکړه. د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu