د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د لوړو زده کړو وزارت تر منځ د همغږۍ جلسه تر سره شوه.

MEW-Media
Mon, Feb 22 2021 3:09 PM
666

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د لوړو زده کړو وزارت تر منځ د ګډې همغږۍ، د علمي تجربو شریکولو او د همکارۍ تفاهم نامې لاسلیک کولو په موخه د همغږۍ جلسه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل او د لوړو زده کړو وزارت مرستیال ښاغلي عبدالتواب بالاکرزي په شتون کې تر سره شوه.

په دغه جلسه کې دواړو لورو د اوبو سرچینو وضعیت، د اقلیم بدلون، د اوبو مدیریت په برخه کې د علمي او عملي تجربو او د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د لوړو زده کړو وزارت تر منځ د ګډې همکارۍ تفاهم نامې په بډایه کولو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.

په دغې جلسه کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د اوبو چارو تنظیم قانون مطابق دغې ادارې سره د لوړو زده کړو وزارت له همکاري مننه وکړه او دغه همکاري یې د هېواد د اوبو مدیریت په برخه کې مهمه او ضروري یاده کړه.

په اخر کې دواړو لورو د دومداره مرستو په موخه د یوې تفاهم نامې په لاسلیک کولو ټينګار وکړ چې ژر به لاسلیک شي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu