د هېواد د مدني ټولنو استازو سره د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس لیدنه،

MEW-Media
Mon, Mar 08 2021 9:15 AM
22

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئیس محترم انجنیر خان محمد تکل د هېواد له ګڼو مدني فعالانو سره چې د افغانستان ملي ګټو ساتلو په برخه کې چارې تر سره کوي، لېدنه وکړه.

د دې لېدنې پر مهال د کمال خان بند د پرانیستې مراسمو، د وچکالۍ خطرونو په اړه عامه پوهاوي، د اوبو سپما کړنلارې څرنګوالي او د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د هېواد مدني ټولنې ګډو همکاریو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئیس محترم انجنیر محمد تکل د لېدنې پر مهال په هېواد کې د اوبو سرچینو کمښت یو جدي ګواښ وباله او په عامه پوهاوي کې یې د مدني ټولنو پر همکارۍ ټینګار وکړ.

ښاغلي تکل د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې له لوري د اوبو سپما او معقولې استفادې په موخه د ۲۰ مقررو او څو کړنلارو یادونه وکړه او تر څنګ یې د اوبو سپما او معقولې استفادې کمپاین برخه کې له مدني ټولنو څخه د همکارۍ غوښتونکی شو.

په عین حال کې یو شمېر مدني فعالانو د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د رهبرۍ د کړنو قدرداني، د هېواد د اوبو مدیریت پراختیاي پروژو د تطبیق په برخه کې د دغې ادارې لاسته راوړنې اغیزناکه بیان کړې او د عامه پوهاوي په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu