د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره کې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د ښځو نړیواله ورځ د یوې رسمي برنامې په ترڅ چې اسیا پراختیاي بانک د برنامو مدیریت مرکزي دفتر CPMO په مالي مرسته ولمانځل شوه.
په دغه برنامه کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري، مرکزي رئيسانو، د کرنې او کلو او پراختیا وزارتونو استازو او د دغې ادررې کارکوونکو ګډون کړی وو.
په دغه برنامه کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري؛ د دغه ادارې مرکزي رئيسانو د کرنې او کلو او پرختیا وزارتونو مسؤلینو او د دغې ادارې کار کوونکو ګډون کړی وو.
ښاغلي بصیري په خپلو خبرو کې زیاته کړه" دا چې د اوبو مدیریت په برخه کې د ښځو رول اړین دی، د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رهبرۍ په پياوړې اراده د ښځو د ګډون ملاتړ کوي او دغه اداره ښځو ته د کار پيدا کولو او د هغوئ حقوقو څخه د دفاع په برخه کې ژمنه ده.
په عین حال کې د مالي او اداري چارو عمومي رئيس ښاغلی رشاد حکیم، د کابل سیندیزې حوزې لویې رئيسې انجنیر فومن فروغ او د دغې ادارې یو شمېر کارکوونکو د ښځو نړیوالې ورځې د تاریخچې، په ادارو کې د ښځو په ګډون او سهم او ستونزو په اړه خبرې وکړې او په دې اړه پرزنټېشن هم وړاندې شوو.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره
