د کمال خان جشنواره د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره کې تر سره شوه.
دغه جشنواره چې د کمال خان بند د پرانیستې په موخه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې، لوړو زده کړو وزارت او د افغانستان د علومو اکاډمۍ له لوري د علمي مقالو او لیکنو د راټولولو په خاطر وړاندې په لاره اچول شوې وه بشپړه او د غوره مقالو لیکوالان وستايل شول.
په دغه جشنواره کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس انجنیر خان محمد تکل، د دغې ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري، د لوړو زده کړو وزارت مرستیال استاد پوهنمل عبدالتواب بالاکرزی، د افغانستان د علومو اکادمۍ علمي مرستیال معاون سرمحقق دوکتور رفیع الله نیازی او د طبیعي - تخنیکي برخې مرستیال سرمحقق انجنیر رحمت گل احمدي، د حج او اوقافو وزارت مرستیال، د انرژي خدماتو د تنظیم ادارې عمومي رئيس، د خپلواکو ادارو مرستیالانو او رئيسانو، دولتي لوړ رتبه مقاوماتو، د ملي شورا مجلسینو غړو، د افغانستان د علومو اکاډمي غړو، د پوهنتونونو استادانو او د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې مرګزي رئيسانو ګډون کړی وو.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د کمال خان بند په بریالۍ توګه بشپړېدو له امله ټولو هېوادوالو ته مبارکي ورکړه او د اقلیم بدلون ته په کتو یې د اوبو مدیریت د ټولو هېوادوالو ګډ مسؤلیت یاد کړ.
ښاغلي تکل اوبه د هېواد اوبه د دغه خاورې ملي پانګه یاده کړه او وې ویل:" اوبه زموږ ابرو دي او موږ یې مدیریت ته ژمن يوو."
همدارنګه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس د اوبو مدیریت او سپما باندې ټينګار وکړ او د اوبو مدیریت یې د هېواد په خودکفای کې اړین یاد کړ.
په عین حال کې د لوړو زده کړو وزارت معین ښاغلي عبدالتواب بالاکرزي د کمال خان بند بشپړېدل یوه لویه لاسته راوړنه یاده کړه او د جمهوري ریاست عالي مقام د پاملرنې او د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې له کړنو یې قدرداني وکړه.
همدارنګه د علومو اکاډمۍ مرستیال ډاکټر رفیع الله نیازي په خپلو خبرو کې د هېواد اوبو مدیریت ته اشاره وکړه او په دغه برخه کې د علمي او تحقیقي مرکزونو همکارۍ اړینې یادې کړې.
په دوام یې د علمي او تحقیقاتي کمېټې استازو د ارزیابي پروسې او غوره مقالو د ټاکلو راپور ورکړ او د ارزیابي او د مقالو انتخاب پروسه کې یې د روڼتیا ډاډ ورکړ، همدارنګه د مؤلیفینو لخوا ګډونوالو ته درې غوره مقالې وړاندې شوې.
د دغې جشنوارې په اخر کې د غوره مقالو لیکوالانو د زحمتونو د قدردانۍ په موخه هغوئ ته ډالې او ستاینلیکونه ورکړل شول او د د علمي او تحقیقاتي کمېټې غړو او د دغې جشنوارې ډير نورو جوړونکی ته د کمال خان تندیسونه ورکړل شول.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره
