د ولس کور (مشرانو جرګې) د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې کړنې وستايلې.

MEW-Media
Tue, Apr 06 2021 3:48 PM
3543

د ملي شورا د مشرانو جرګې د اوبو مهار، مدیریت او تنظیم او په هېواد کې د لویو بندونو جوړولو په موخه د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې کړنې او فعالیتونه وستائيل.

د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علیم ایزیدیار او د دغې جرګې محترمو غړو لخوا د کمال خان بند د بشپړېدو په ویاړ د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې کړنې او فعالیتونه وستايل او دغه اداره یې په خپلو چارو کې یوه مخکښه او غوره اداره یاده کړه.

ښاغلي ایزیدیار زیاته کړه د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره په هېواد کې یو له هغو ادارو څخه ده چې رهبري یې خپلې چارې په پوره اخلاص او ریښتنولۍ پر مخ وړي او په دې وروستیو کې یې هېوادوال د کړنو لاسته راوړنو شاهدان دي."

د یادونې وړ ده چې وخت نا وخت د مشرانو جرګې په ګډون یو شمېر نورو مهمو دولتي او غیر دولتي ارګانونو لخوا د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د دغې ادارې د مسؤلینو فعالیتونه ستايلي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره د هېواد په ۳۴ ولایتونو او ټولو ولسوالیو کې د اوبو مدیریت په برخه کې لوې بندونه، کانالونه، کاریزونه، چکډم، جذبي څاګانې، ګبیوني او استنادي دېوالونه او نورې پروژې تر لاسه لاندې لري.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu