د شاه او عروس بند د ځمکو د استملاک په اړه د شکر درې ولسوالۍ ولسوال او قومي مشرانو ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه.
د اوبو چارو تنظیم ملي ادارې تخنیکي معاون ښاغلي احمد ویس بصیري د شکر درې ولسوالۍ ښاغلي ولسوال ګوهرخان بابري او د هغې ولسوالۍ د قومونو د ګڼ شمیر مخورو د شاه اوعروس بند د ځمکو د استملاک په اړه وکتل او خپلو نظرونه یي سره تبادله کړه.
په دې لیدنه کې د شکر درې ولسوالۍ ولسوال او مخورو خپل وړاندیزونه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي معاون سره شریک کړه او د شاه او عروس بند ځمکو د استملاک د متضریرینو د خسارې د جبران په برخه کې د یادې ادارې د رهبرۍ د لا زیاتې توجه غوښتوونکي شول.
د اوبو چارو تنظیم ملي ادارې تخنیکي معاون ښاغلي انجنیر احمد ویس بصیري د شکر درې ولسوالۍ نجیبو خلکو ته ډاډ ورکړ چې د شاه او عروس بند د ځمکو د استملاک موضوع به په نږدې راتلوونکې کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې له لوري فیصله شي او د خسارې جبران به د حکومت لخوا متضررینو ته ورکړل شي.
همدا شان ښاغلي بصیري د شکر درې ولسوالۍ د خلکو لپاره د شاه او عروس بند د اقتصادي اهمیت یادونه وکړه او ترڅنګ یي د هغوئ د لا زیاتو همکاریو غوښتوونکي شو.
د اوبو چارو تنظیم ملي اداره
