د هریرود مرغاب سیندیزه حوزه کې د غیر متمرکز ککړو اوبو(فاضلاب) تصفیه خونې جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو.

MEW-Media
Thu, Apr 22 2021 11:50 AM
۷۶۷

د هریرود مرغاب سیندیزه حوزه کې د غیر متمرکز ککړو اوبو(فاضلاب) تصفیه خونې جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو.

دغه هوکړه لیک چې د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس عمر اسحاق لخوا د غروب زون د اوبو رسولو او ښاري کانالیزاسیون شرکت سره لاسلیک شوه، په پام کې ده چې په پنځوسو دولتي ادارو کې تصفیه خونې جوړې شي.

د یادونې وړ ده چې تر اوسه پورې په پنځوسو دولتي ادارو کې د تصفیه خونو جوړولو سروې بشپړه شوې او په ۲۹ نورو ادارو کې یې د ډيزاین مرحلې نهايي شوي.

دغه تصفیه خونې د جمهوري ریاست عالي مقام د حکم مطابق چې د ځمکې لاندې اوبو د ککړتیا مخنیوي او د اوبو لګولو لپاره د تصفیه خونو اوبو څخه استفاده کول دي جوړیږي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu