په پکتيا ولايت کې د اوبو مديريت پراختيايي پروژو په اړه د ياد ولايت د خلکو له استازي سره ليدنه.

MEW-Media
Thu, Jun 03 2021 9:54 AM
214

په پکتيا ولايت کې د اوبو مديريت پراختيايي پروژو په اړه د ياد ولايت د خلکو له استازي سره ليدنه.

د اوبو چارو د تنظيم ملي ادارې لوی رئیس ښاغلي انجنير خان محمد تکل په خپل کاري دفتر کې پکتیا ولایت استازی ښاغلي ابراهيم غښتلي سره وليدل، او په هغه ولايت کې د پراختيايي پروژو په اړه يې ورسره خبرې وکړې.

په دې ليدنه کې د پکتيا د خلکو استازي د اوبو چارو د تنظيم ملي ادارې رهبرۍ له کړنو قدرداني وکړه، او د ياد ولايت د خلکو وړانديزونه او غوښتنې يې د اوبو چارو د تنظيم ملي ادارې لوی رئیس سره شريکې کړې.

د اوبو چارو د تنظيم ملي اداره

User account menu