د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې او د عامه محافظت ملي تصدۍ ترمنځ امنیتي تفاهم لیک لاسلیک شو.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې او د عامه محافظت ملي تصدۍ ترمنځ امنیتي تفاهم لیک لاسلیک شو.
دا امنیتي تفاهم لیک د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي معاون او د عامه محافظت ملي تصدۍ د قراردادونو مسؤل زبیر شیرزاد لخوا د کابل سندیزې عمومي حوزې رئیسې انجنیر فومن فروغ او د اوبو تاسیساتو د خدمتونو عمومي ریاست رئیس انجنیر فرهاد ضیا په شتون کې د شاتوت بند د امنیت تینګښت په موخه لاسلیک شو.
د دې تفاهیم لیک د لاسلیک په وخت کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي معاون ښاغلي بصیري وویل: د للندر ساحې د امنیت په ټینګښت سره به د شاه توت بند جوړونې چارې چې یو له حیاتي پروژو څخه ده شروع شي.
د دې امنیتي تفاهم لیک په اساس د عامه محافظت ملي تصدۍ مسؤلیت لري چې د للندر په سیمه کې د شاتوت بند امنیت ټینګ کړي.
د للندر شاه توت بند چې د کابل ولایت به چهار آسیاب ولسوالۍ کې موقعیت لري، د موسمي سیلابونو کنټرول، د څکلو اوبو برابرولو او د ځمکې لایندې اوبو تغذیه په موخه جوړیږي.
د ۹۲ متره په لوړوالي سره دا بند به د ۱۴۶ میلیون متره مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت ولري.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره
