د شاه او عروس بند کاسې د پاکارۍ په موخه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې مقام او کابل ولایت مقام ترمنځ د همغږۍ جلسه ترسره شوه.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په خپل کاري دفتر کې د کابل ولایت له والي ښاغلي یعقوب حیدري سره په داسې حال کې وکتل چې د دې ادارې یو شمیر رئیسان هم موجود وو، لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د شاه و عروس بند کاسې پاکونې او د هغې پرانیستې لپاره د امادګۍ د همغږۍ په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د دې ادارې مسؤلینو ته لازم تخنیکي لارښوونې وکړې او د کابل ولایت له ښاغلي والي څخه يې غوښتنه وکړه چې د شاه و عروس بند سیمې او کاسې په پاکارۍ کې همکاري وکړي.
په ورته وخت کې د کابل ولایت والی د اوبو چارو دتنظیم ملي ادارې رهبرۍ مقام د پرله پسې هڅو د قدردانۍ ترڅنګ یې وعده وکړه چې د خلکو خوځت او د ولایت مقام او اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ګډ ټیم په همکارۍ به د سمې او د بند د کاسې پاکاري کړندۍ کړي.
د یادونې وړ ده چې د شاه و عروس بند د اوبو جمع کول له څه مودې را پدېخوا شروع شوي، چې په نږدې راتلوونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپال شي.
د اوبو چارو دتنظیم ملي اداره
