د اوبو چارو تنظیم ملي ادارې د مالي او اداري عمومي ریاست د ۱۴۰۰ مالي کال د دوهمې ربعې راپور ددې ادارې د رهبرۍ مقام ته وړاندې کړ.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د مالي او اداري عمومي ریاست لخوا د دغې ادارې د عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په مشرۍ چې د دغې ادارې یو شمېر رئيسانو او مشاورینو ګډون د دغې ادارې د پنج آمو سیند د ناستو په سالون کې د یادې ادارې د مالي او اداري عمومي ریاست لخوا د ۱۴۰۰ مالي کال د دوهمې ربعې ربعوار راپور وړاندې شو.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د مالي او اداري عمومي ریاست رئيس احمد حکیم رشاد لخوا د یو پرزنټېشن له لارې د دغه ریاست د یوې ربعې د فعالیتونو او لاسته راوړنو مفصل راپور وړاندې شو.
په دغه راپور کې د دغه ریاست د عمده فعالیتونو او اجراآتو په اړه او د سیسټم جوړونې په ځانګړي ډول، د پروژو د مدیریت معلوماتي سیسټم (PMIS)، د بشري سرچینو مدیریت معلوماتي سیسټم تطبیق (HRMIS)، د کنټرول سیسټم را منځته کول، د تحویلو نرم افزار (انوایسونه)، د اسناد جوړونې پراختیا، د قراردادونو واحد مدیریت، د بشري سرچینو مؤثر مدیریت، د جنډر پياوړتیا او د مالي او اداري برخې اړونده ډير شمېر برخو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د دغه راپور ورکولو پر وخت د دغه عمومي ریاست د اجرااتو ارزش او اهمیت ته په کتو د چارو غوره اجرااتو او کارکوونکو نه د اسانتیاو را منځته کولو په موخه لازمې لارښونې وکړې.
ښاغلي تکل د یاد عمومي ریاست له کړنو قدرداني وکړه او په دې وروستیو کې چې د یاد مالي او اداري عمومي ریاست لخوا کوم تغیرات راغلي یادونه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د دې ادارې ټول عمومي ریاستونه به په نوبت سره د ١٤٠٠ مالي کال د دوهمې ربعې راپورونه د خپلو پلانونو مطابق د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رهبرۍ حضور ته وړاندې کوي.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره
