د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د کرهڼې او اوبو لګونې له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې د اوبو بندونو پروژو د بیا پیلیدو باندې ټینګار وکړ

MEW-Media
Sun, Nov 21 2021 1:37 PM
۱۵/۴/۱۴۴۳

 

 د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د کرهڼې او اوبولګونې وزارت سرپرست  وزیر مولوی عبدالرحمن راشد سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د اوبو بندونو پروژو د بیا پیلیدو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د کرهڼې او اوبو لګولو وزارت سرپرست وزیر سره د کوکچه، پشتون کوټ او المار بندونو د چارو د بیا پیلیدو باندي ټینګار وکړ.

User account menu