د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د کجکي بند د پروژې د چارو څخه لیدنه وکړه

MEW-Media
Wed, Dec 08 2021 9:43 AM
17/9/1400

 

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د کجکي بند د پروژې د چارو څخه لیدنه وکړه

 

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم انجنیر مجیب الرحمن "عمر "د دغه وزارت د یو شمیر مسئولینو  او رئیسانو په ملتیا هلمند ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د کجکي بند د پروژې د څرنګوالي او پرمختګ څخه له نږدې لیدنه وکړه.

ښاغلي معین د پروژې د لیدنې پر مهال د دغې پروژې د اهمیت یادونه او د قراردادي شرکت له رئیس ښاغلي سلیمان "جولیو "څخه یې په دغه پروژه کې د پانګونې په پار قدر دانې و کړه.

ښاغلي عمر د دغې پروژې د کار په چټکتیا او کیفیت ته په زیاتي پاملرنې باندې ټینګار وکړ او د پروژې مسؤلینو ته یې د اوبو او انرژي وزارت د رهبري له خوا د همکاري ډاډ ورکړ.

د پروژې د کار د جریان، څرنګوالي او پرمختګ تر ارزولو وروسته ښاغلي معین د قراردادي شرکت له رئيس او تخنیکي انجینرانو سره تخنیکي ناسته تر سره کړه، د پروژې د کار د جریان پر چټکتیا او کیفیت پر لوړولو باندې یې نظرونه تبادله کړل.

د یادولو وړ ده چې د دغې پروژې په تطبیقولو سره به د کجکي بند د برېښنا تولید ۱۰۰ میګاواټه زیاتوالی و مومي چې د برېښنا د تولید مجموعي وړتیا به یې ۱۵۱ میګاواټو ته ورسیږي.

User account menu