د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د کمال خان بند پروژې څخه لیدنه وکړه

MEW-Media
Mon, Dec 13 2021 10:17 AM
22/9/1400

 

د افغانستان اسلامی امارت د رهبري د هدایت په اساس د اوبو او انرژی وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن "عمر"، د هلمند سیندیزي حوزې عمومي  رئیس قاري عبدالهادي هادي ، د هریرود مرغاب سیندیزي حوزې عمومي رئیس مولوي عبدالسلام او د یاد وزارت  یو شمېر تخنیکي مسؤلینو د کمال خان بند د چارو بیا شروع کیدو او نهر لشکری کانال د پاک کاری په منظور د یادو پروژو څخه لیدنه وکړه .

په دی لیدنه کې د نیمروز ولایت محترم والي ، د نیمروز سیدیزي حوزې رئیس او قومي سپینږیرو د کمال خان بند د قراردادی شرکت له مسولینو سره ناسته  ترسره کړه، چی په دې لیدنه کې د کمال خان بند د کارونو بیا شروع کیدو او همدارنګه د نهر لشکري کانال د پاک کاري لپاره  بحث او د نظر تبادله وشوه او مناسبی لاری او چاری ولټول شوي.

همدارنګه په دې لیدنه کی د نیمروز سیندیزي حوزې، د کمال خان بند قراردادي شرکت او د نهر لشکري کانال د ګټی اخیستونکو ستونزې له نږدی ولیدل شوي چې  په نږدې راتلونکي کې به مشکلات حل او د یادو پروژو کارونه شروع شي.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu