د انرژي معینيت اونيزه ناسته ترسره شوه.
دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معين ښاغلي مولوي عارف الله عارف تر رياست لاندې د انرژي برخې ټولو رئيسانو په شتون کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې په اداري او تخنيکي مختلفو موضوع ګانو د بحثونو او نظرونو تبادله وشوه، او د اجراآتو د غوره والي په موخه لازم تصميمونه ونيول شول.
د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معين ښاغلي مولوي عارف الله عارف د اړونده رياستونو د راپور تر کتنې وروسته د اداري او تخنيکي چارو د غوره ترسره کولو په موخه لازم هدايات اړونده رياستونو رئيسانو ته ورکړه.
د اوبو او انرژي وزارت
