یو اړین وضاحت

mew-admin
Tue, Feb 22 2022 3:42 PM
۱

د اچې په ټولنیزو رسنیو کې دا خبرونه ښکته پورته کیږي چې ګواکې د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکي وایي چې دوئ ته تراوسه پورې د هلمند له سیند څخه له دوئ سره د شوي تړون سره سم  اوبه نه دي ورکړل شوي، په دې هکله په لاندې ډول وایو چې:

د افغانستان اسلامي امارت د هلمند سیند په اړه هغه تړون ته ژمن دی چې په ۱۳۵۱ هـ ش کال کې د افغانستان او ایران دولتونو ترمنځ شوی وؤ. که احیاناً ایران ته تر اوسه حقابه نه وي رسېدلې نو دابه د تخنیکي ستونزو له امله وي او کوم قصدي عمل به نه وي.

تراوسه زمونږ خپلو  بزګرانو ته هم دهغوئ د اړتیا په اندازه اوبه نه دي رسېدلي.

زمونږ تخنیکي ټیم د یاد مشکل د حل په موخه کار شروع کړی امید شته چې دا ستونزه به يې د کارونو په پوره کولو سره حل شي.

 والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

User account menu