د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت دوولسمه تخنیکي ناسته ترسره شوه
دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر تر ریاست لاندې د وزارت د ټولو رئیسانو په ګډون سره چې د اوبو په سکتور کې فعالیت لري، ترسره شوه.
په دغه ناسته کې د ګڼو تخنیکي موضوعګانو لکه د اوبو په بندونوکې د پانګونې لپاره د مشخصي کړنلارې جوړونه، د هیواد د ټولو سیندیزو حوزو څخه د اوبو د کره ارقامو تحلیل او ټولونه او نورو تخنیکي موضوعګانو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.
د اوبو ښاغلی معین د راپور آورېدولو په ناسته کې، ټولې موضوعګانې په مفصل ډول وڅېړل او لازم تخنیکي هدایات یې موظفې کمېټې او رئیسانو ته ورکړل.
د یادولو وړده چې، دا تخنیکي ناستې هره اونۍ کې یو ځل د اوبو په معینیت کې ترسره کېږې او پر مهمو موضوعګانو باندې بحث او د نظر تبادله کیږې او لازمې پرېکړي د هغوی د پلي کیدو لپاره نیول کیږې.
