د اوبو انرژي وزارت د اوبو معین سفر ترکیي هیواد ته

mew-admin
Tue, Mar 15 2022 9:29 AM
1

د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر (آخندزاده) او ورسره پلاوي چې د ترکیې هیواد د ۷۷ ساختمانی شرکت (چې د کجکي بند د جوړولو قرارداد لري) له خوا رسمآ دعوت شوي ول د ترکيې په استانبول ښار کې  له نوموړي شرکت له استازو سره ليدنه وکړه. په دې ليدنه کې د اوبو او انرژۍ وزارت په موجوده او دراتلونکو برنامو او کاري فرصتونه په اړه هر اړخیزه بحث وشو.

لومړی د ٧٧ شرکت لخوا د د اوبو او انرژۍ وزارت معین او ورسره پلاوي تود هرکلی وشو، او په تعقیب یې د ٧٧  کمپنۍ لخوا د خپلو لاسته راوړنو ، وړتیاوو او لویو پروژو چي په افغانستان، عراق، کینیا، سوریه، ترکیه او نورو هیوادونو کې يې ترسره کړي پرزنتشن وړاندې  کړ، او همدا راز یې د کجکی پروژې  دوهم فاز د اولی مرحلی د تکمیلیدو  اطمینان ورکړ چي په راتلونکو ٢میاشتو کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

په دې مجلس کې د اوبو او انرژۍ معین لخوا د راتلونکو ملي برنامو او سرمایه ګزارۍ په اړه ٧٧ کمپنې ته معلومات ورکړل،  چې ددې  برنامو څخه د اوبو او انرژۍ وزارت ټولې شته ملی پروژې په بحث ونیول شوې چې په نتیجه کې یې د نوموړې کمپنۍ لخوا د اوبو او انرژۍ په برخه کې د لا زیاتې سرمایه ګذارۍ وعده تر سره کړه.

د يادوني وړ ده چي د ٧٧ کمپنی مالک سلیمان جولیو چي د افغانستان لپاره د ترکیې د تجارانو مشر او د ترکیې د سرمایه ګذارانو او تجارانو د اقتصادي کمیسیون غړی دي،  غوښتنه یې وکړه چي د افغان پلاوي او د ترکيي د سرمایه ګذارانو او پانګه اچونکو کمیسیون له غړو سره مجلس دایر کړي، چې په دې مجلس کې به د ترکيې پانګه اچونکي تشویق  شي ترڅو په افغانستان کې په مختلفو زیربنايي پروژو کې سرمایه ګزاري وکړي.

User account menu