د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت کې د پنځه کلن او کلني پلان په هکله د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Sun, Mar 20 2022 2:39 PM
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف تر ریاست لاندې د انرژي سکتور ټولو رئیسانو په ګډون سره ترسره او د انرژي معینیت د پنځه کلن پلان او د اړوندو ریاستونو د کلني پلان په هلکه بحث او دنظر تبادله وشوه.

په دغه ناسته کې، د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د انرژي معینیت پنځه کلن پلان پر چمتو کولو، د ریاستونو د کلني پلان او د دندو د لایحو جوړولو د چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ او د چارو ښه پرمخ وړلو لپاره لازم هدایات ور کړل.

په ورته وخت کې، په یاده غونډه کې  د انرژي معینیت کې د تېرو ترسره شویو غونډو د اجراآتو د تعقیب په هکله هم بحث وشو .

User account menu