د اوبو نړیوالی ورځې لمانځنې ته د امادګۍ په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې چې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر تر ریاست لاندې د اوبو سکتور ټولو رئیسانو په شتون کې ترسره شوه، د اوبو نړیوالې ورځې د لمانځنې پروګرام ته د لازمو تدابیرونو نیولو په موخه بحث او نظرونو تبادله وشوه.
د یادونې وړ ده چې د اوبو نړیوالې ورځې لمانځنه د شنبې په ورځ په شپږم د حمل د اوبو او انرژي وزارت په عمومي تالار کې د دې وزارت لخوا ترسره شي.
د اوبو او انرژي وزارت
