د اوبو او انرژي په وزارت کې د رقابتي امتحان دریم پړاو ترسره شو

MEW-Media
Mon, Mar 28 2022 2:18 PM
8/1/1401

 

د اوبو او انرژي په وزارت کې کار اهل کار ته د سپارلو او د مسلکي اشخاصو د ګمارنې په موخه د ۱۰۰ تنو ازاد رقابتي امتحان ترسره شو.

د اوبو او انرژي وزارت د مقام د دفتر رئیس ښاغلی قاری محمد عبدالعزیز د دې امتحان ترسره کولو په وخت د دې پروګرام ترسره کول د مسلکي اشخاصو پيژندنه او کار اهل کار ته سپارل وبلل.

ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز ټول کارمندان تقوا او اخلاص ته دعوت کړل او د دې امتحان ټول ګډونوال یې د هیواد ریښتوني خدمت ته تشویق کړه.

د یادونې وړ ده چې په دې رقابتي امتحان کې به ګډونوال د کامیابۍ د نمرو ترلاسه کولو وروسته د اداري، سیول انجنیري، اوبو انجنیري، انرژي، معلوماتي ټکنالوژي او GIS په برخو کې ګمارل کیږي.

User account menu