د ډبرو سکرو له کان څخه د برېښنا د تولید د پلان د چمتو کولو لومړني غونډه د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر په شتون  کې ترسره شوه

mew-admin
Thu, Apr 21 2022 1:30 PM
1

دا ناسته د افغانستان اسلامی امارت د اقتصادي کمېسیون د پرېکړې پر اساس د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور،د سوداګري او پانګونې خونې د سرپرست ښاغلي محمد یونس مومند او د کانونو او صنایعو خونې رئیس ښاغلي شیر باز کمین زاده په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، په هېواد کې د ډبرو سکرو له کان څخه د برېښنا د تولید لپاره د یوې ګډې کمېټې د جوړېدو پر لومړنیو مسایلو او لازمو تیاریو بحث او د نظر تبادله وشوه.

د غونډې ګډونوالو په هېواد کې د ډبرو سکرو له کان څخه د برېښنا تولید یوه اړتیا وبلله او هر یو په دې برخه کې د ګډې کمېټې د جوړولو، تخنیکي مطالعاتو او په دې برخه کې د عملي اقداماتو لپاره د مشخص پلان د چمتو کولو په اړه خپل نظرونه څرګند کړل.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر په هېواد کې د ډبرو سکرو له کان څخه د برېښنا تولید په هېواد کې د ځان بسیاینې په لور یو مثبت ګام وباله او د دغه کار عملي کېدل یې د خصوصي سکتور او د افغانستان د خلکو د پیاوړتیا لپاره مهم وبلل.

په پای کې  د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر رامځته کیدو باندې ټینګار وکړ او د چارو د چټکتیا لپاره یې لازمې لارښوونې وړاندې کړل.

User account menu