په څمکنيو ولسوالۍ کې د کار په وړاندې خوړو پروګرام بشپړ شو.

mew-admin
Sat, Apr 23 2022 10:32 AM
1

د پکتيا ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې د کار په وړاندې خوړو پروګرام د څه باندې ١٠٠ ټنه غنمو په ويشلو سره بشپړ شو.

ياد پروګرام، چې د ولايت مقام سربېره د پينځو رياستونو د ګډې تخنیکي کمېټې له لوري په ياده ولسوالۍ کې په لاره اچول شوي و، په پايله کې يې د ١٢٥ کانالونو او کارېزونو د پاک کولو چارې د څه باندې ٢٥٠٠ تنو کارکوونکو په بشري ځواک سره بشپړه شوې او د ترسره کړي کار په وړاندې د مزد په ډول څه باندې ١٠٠ ټنه غنم ورباندې وويشل شول.

د دې پروګرام له عملي کېدو څخه د سيمې خلک خوښي څرګندوي او په راتلونکي کې د دا ډول پروګرامونو په لاره اچولو غوښتنه کوي

 

User account menu