د هرات د هريرود سیندیزی حوزې د مشورتي شورا غونډه تر سره شوه

mew-admin
Wed, Apr 27 2022 10:43 AM
1

د هرات د لاندنې هريرود سیندیزی حوزې د مشورتي شورا غونډه د هرات د لاندنې هريرود سیندیزی حوزې د رییس مولوي سردار ولي مزمل په شتون او د سیندیزی حوزې د سلاکارانو په ګډون د اوبو د تنظيم آمر او هريرود ولسواليو د د مسير د استازو په ګډون د دغه رياست په دفتر کې ترسره شوه.

په پیل کې غونډه د یو تن ګډونوال لخوا د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

ورپسې د هرات د لاندنې هريرود د اوبو د تنظيم آمر انجنير جليل احمد محمدي د غونډې ګډونوالو ته د غونډې موخه بيان کړه. او بیا د هرات د لاندنې هريرود د فرعي سیندیزی حوزې مشر په بند کې د اوبو د مسئلې او اړيکو په اړه هراړخيزې خبرې وکړې.او  ورپسې هریرود ولسوالۍ د مسیر استازو هر یو په خپل وار سره خپلې ستونزې او وړاندیزونه وړاندې کړل. په پای کې له هر اړخیزو بحثونو او د نظریاتو له تبادلې وروسته د استازو په توافق سره لاندې پریکړه وشوه .

سلما بند به د چشت شریف، اوبه٫ او پښتون زرغون ولسوالیو د کروندو د خړوبولو په موخه د ۶ ورځو او شپې لپاره په ثانيه کې د ۶۰ متر مکعب په سرعت سره سیند ته خوشې شي او له يادې مودې وروسته د يادو درېيو ولسواليو بندونه د پورتنيو ولسواليو د استازو په همکارۍ او د اوبو د اندازې له مخې د اوبو د کمښت او تخنيکي ملحوظاتو په پام کې نيولو سره د پنځو ولسواليو د اوبو د کاروونکو له خوا د اوبو د خړوبولو لپاره وتړل شول. د 5 لاندینیو ولسوالیو فارمونه له ۹ ورځو او شپو څخه څلور نیمې شواروزونه له انجیل او ګذرې ولسوالیو او پاتې څلور نیمې شواروزونه له زنده جان، غوریان او کهسان ولسوالیو څخه د استفادې وړ دي.

User account menu