د اوبو او انرژی وزارت د جومات شریف د ترمیم چارې پیل شوې

mew-admin
Wed, Apr 27 2022 10:52 AM
۱

دغه پروژه د اوبو او انرژي وزارت له خوا د وزارت په حویلی کې د جومات شریف د ترمیم او د جومات د اودسونو د ځای د ترمیم په موخه پلې کېږي. د دې پروژې بودیجه د څه باندې یو میلیون او څلور سوه زره افغانیو په ارزښت د ترکیې د IDDEF خیریه موسسې له خوا تمویلیږي

د دې پروژې په پلي کېدو سره به د وزارت جومات شریف د احاطې ترڅنګ په بشپړه توګه ترمیم او بیا ورغول شي، چې د اوبو او انرژۍ وزارت ټول مرکزي کارکوونکي به ترې برخمن شي

User account menu