د کوچني اختر د نمانځنې غونډه د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست په حضور کې د وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شو.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د یوه غونډه په ترڅ کې د دغه وزارت رئیسانو او کارکوونکو ته د کوچني اختر مبارکي وویله او د لوی خدای (ج) له دربار څخه یې د نړي د ټولو مسلمانانو طاعات او عبادتونه په خپل دربار کې د قبولیت غوښتنه وکړه.
ښاغلي منصور په دغه غونډه کې چې د دغه وزارت له رئیسانو او کارکوونکو سره د کوچني اختر د مبارکي او د خوښیو د شریکولو په موخه جوړه شوې وه، د اختر په ورځو کې د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو له سرښندنو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د روژې مبارکه میاشت د رحمتونو او برکتونو میاشت وه ، د وزارت پر ټولو رئیسانو او کارکوونکوته یي غږ وکړ چې د روژې د ثوابونو د ساتلو او له خپل خالق سره د کړې ژمنې د پوره کولو په خاطر د هېواد او افغانستان خلکو ته لا زیات خدمت وکړي.
د يادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې ګډونوالو يو بل ته د کوچني اختر مبارکي وويله.
