د اوبو او انرژي وزارت سلاکار په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د دفتر (UNAMA) له سرپرست سره په لیدنه کې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کیدو په برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه
د اوبو او انرژي وزارت سلاکار ښاغلي ډاکټر غلام فاروق" اعظم" د یوناما د دفتر له سرپرست ښاغلي اسکاټ اسمیټ سره لیدنه وکړه او د اوبو او انرژي پروژو د پلي کیدو په برخه کې د ګډو همکاریو په هکله بحث او دنظر تبادله وکړه.
په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي وزارت سلاکار د اوبو څخه د اغېزمنې استفادې او برېښنا انرژي ته د نه لاسرسي په برخه کې د خلکو د ستونزو په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د دغې ادارې د همکاري غوښتنه وکړه.
ښاغلي "اعظم" په دغه لیدنه کې د یوناما د دفتر له سرپرست څخه وغوښتل، ترڅو د اوبو د کوچنیو پروژو لکه د کاریزونو پاکولو، د اوبو لګولو کانالونو بیارغونه، په کلیو کې د سیلابونو د کنټرل پروژو پلي کولو، کلیو ته د لمریزې برېښنا برابرول، د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره د سړوخونو (Cool storage) جوړولو او د کرنیزو محصولاتو د ودې لپاره د ګلخانو ( Green house) رامنځته کولو کې د اوبو او انرژي وزارت سره همکاري وکړي.
په وته وخت کې، ښاغلي اسکاټ اسمیټ د اوبو او انرژي وزارت سلاکار ته د اوبو کوچنیو پروژو د مدیریت او د انرژي د تولید په برخه کې د همکاري ډاډ ورکړ او د دې همکاري په ترسره کولو کې یې ژمنه وکړه.
د یادولو وړده، چې په پای کې دواړو لورو د عملي اقداماتو د پیل لپاره پر لا زیاتې همغږي باندې ټینګار وکړ.
