د اوبو او انرژي وزارت سلاکار  په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د دفتر (UNAMA) له سرپرست سره په لیدنه  کې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کیدو په برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۸ - ۱۴:۴۹
1

د اوبو او انرژي وزارت سلاکار ښاغلي ډاکټر غلام فاروق" اعظم" د یوناما د دفتر له سرپرست ښاغلي اسکاټ اسمیټ سره لیدنه وکړه او د اوبو او انرژي پروژو د پلي کیدو په برخه کې د ګډو همکاریو په هکله بحث او دنظر تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي وزارت سلاکار د اوبو څخه د اغېزمنې استفادې او برېښنا انرژي ته د نه لاسرسي په برخه کې د خلکو د ستونزو په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د دغې ادارې د همکاري غوښتنه وکړه.

ښاغلي "اعظم" په دغه لیدنه کې د یوناما د دفتر له سرپرست څخه وغوښتل، ترڅو د اوبو د کوچنیو پروژو لکه د کاریزونو پاکولو، د اوبو لګولو کانالونو بیارغونه، په کلیو کې د سیلابونو د کنټرل پروژو پلي کولو، کلیو ته د لمریزې برېښنا برابرول، د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره د سړوخونو (Cool storage) جوړولو او د کرنیزو محصولاتو د ودې لپاره د ګلخانو ( Green house)  رامنځته کولو کې د اوبو او انرژي وزارت سره همکاري وکړي.

په وته وخت کې، ښاغلي اسکاټ اسمیټ د اوبو او انرژي وزارت سلاکار ته د اوبو کوچنیو پروژو د مدیریت او د انرژي د تولید په برخه کې د همکاري ډاډ ورکړ او د دې همکاري په ترسره کولو کې یې ژمنه وکړه.

د یادولو وړده، چې  په پای کې دواړو لورو د عملي اقداماتو د پیل لپاره پر لا زیاتې همغږي باندې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۵۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۷هـ.ل

د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې تر اوسه پورې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې چارې د اوبو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

بیرته تګ

User account menu