د انرژي معینیت د رهبري غونډه د اړوندو چارو د تطبیق په برخه کې د ریاستونو د لا زیات انسجام په موخه جوړه شوه.

mew-admin
Sun, May 22 2022 2:20 PM
1

دغه غونډه د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوی عارف الله “عارف” په مشري د انرژي سکتور د ټولو رئیسانو او یو شمېر تخنیکي مسوولینو په ګډون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د انرژي معینیت د تېرې اوونۍ د رهبري د غونډې د پرېکړو د تطبیق راپور، د انرژي د زونونو د مالي ستونزو د هوارولو، له پانګوالو سره د همغږي کمېټې د جوړېدو او یو شمېر نورو اړوند موضوعات تر څېړنې لاندې ونیول شوه.

ورپسې د انرژي سکتور په بېلابېلو تخنیکي او اداري مسایلو خبرې وشوې او د تطبیق په موخه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.

ښاغلي مولوی صاحب عارف الله “عارف” د انرژي معین په غونډه کې د مطرح  شویو ستونزو له هر اړخیزې ارزونې وروسته اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.        

    د یادولو وړ ده چې په اونۍ کې یو ځل د انرژي معینیت د رهبرۍ غونډه جوړیږي چې پکې پر مهمو موضوعاتو خبرې کیږي او د لازمو تدابیرو نیولو په موخه لازم تصمیمونه نیول کیږي.

User account menu