د اوبو او انرژي وزارت د رهبري پلاوي دوولسمه ناسته د دې وزارت د معینانو او عمومي رئیسانو په ګډون ترسره شوه
دا ناسته، د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف، د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده، عمومي رئیسانو او د اوبو او انرژي وزارت د یو شمېر رئیسانو په شتون کې جوړه شوه.
په دغه ناسته کې، د بیلابیلو موضوعګانو په هکله لکه د پروژو د وضعیت بررسي، د ستونزو د هوارولو لپاره د لازمو تصمیمونو نیول، د پروژو د کار د دوام پيل او د اداري او مالي چارو ترسره کولو لپاره د اړینو کارونو ترسره کول، د روغنیاتو د پېرلو، ټرانسپورټ او د وزارت د اړتیا وړ قرطاسیې په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.
د اوبو او انرژي وزارت معینانو د یادو موضوعګانو تر هر اړخیزې څېړولو وروسته، اړوند رئيسانو ته لازم هدایات ورکړل.
