د اوبو معینیت د رهبري غونډه د روانوچارو د وضعیت د ارزونې، د ستونزو د هوارولو او د همغږي د ښه والي په موخه جوړه شوه.
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینيت د رهبري ناسته د اوبو معين ښاغلي انجنير مجيب الرحمن عمر آخندزاده، د اوبو او انرژي وزارت سلاکار ښاغلي ډاکټر غلام فاروق اعظم او د اوبو سکتور مرکزي رئیسانو په شتون د تخنيکي کړنو د څيړنې، د چارو د بهير د څيړلو، دستونزو هوارولو او د چارو د لا ښه انسجام په موخه ترسره شوه.
په دې ناسته کې د سیند د غاړو څخه د ودانيزو موادو د غیر قانوني استخراج، د قرغې په بند کې د اوبو د کمښت له امله د کبانو د ساتنې، د کجکي بند د دویم فاز د کار د پرمختګ او یو شمېر نورو اداري او تخنیکي مسایلو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر اخندزاده په دې ناسته کې د یادو شویو ستونزو له هر اړخیزې ارزونې وروسته د ستونزو د حل او د چارو د لا ښه پرمختګ په موخه لازمې تخنیکي لارښوونې وکړې.
