په ننګرهار ولایت کې د ځمکې لاندې څاګانو اوبه څیړل کیږي
د ننګرهار د سينديزې حوزې رئيس الحاج سيد فضل احد هاشمي د ياد رياست سلاکار انجنير شمس الرحمن شمس اوتخنيکي ټيم سره د خپلې سروې په ادامه د بهسودو او روداتو ولسواليو کې دځمکې لاندې اوبو د ژورو څاګانو سروي وکړه کوم چې د زراعت د پاره ترې استفاده کيږي او دا لړۍ به ترهغې روانه وي ترڅو د جلال آباد ښار په شمول د ننګرهار 22 ولسواليو کې د ټولو ژورو څاګانو ارقام تکميل شي.
