د انرژي معینیت اونیزه ناسته ترسره شوه

mew-admin
Sun, Jul 17 2022 4:01 PM
1

دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف تر مشري لاندې د انرژي سکتور د ټولو رئیسانو په ګډون ترسره شوه.

په یاده ناسته کې، د تېري ناستې د اجراآتو پرېکړې تر څېړنې لاندې ونیول شوې او اړونده رئيسانو د خپلو کړنو راپور د انرژي معین حضورته وړاندې کړل.

همدارنګه د ناستې په دوام کې  د غزني څخه کندهار ته د ۲۲۰ میګاواټه برېښنا د مزي پروژې د لېږد، د کاري اصولو د کړنلارې د وروستي کیدو او د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالي کې د برېښنا بند کوچنۍ پروژې په هکله بحث او د نظر تبادله شوه.

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوی عارف الله عارف د یادو موضوعاتو تر هر اړخیزې څېړنې وروسته اړونده رئيسانو ته لازم هدایات ورکړل.

User account menu