د اوبو او انرژي وزارت د رهبري پلاوي غونډه د دغه وزارت د یو شمېر مهمو اداري او تخنیکي ستونزو د ارزونې او د حل په موخه د لازمو تصمیمونو د نیولو په اړه جوړه شوه.

mew-admin
Tue, Jul 19 2022 3:59 PM
1

دغه غونډه د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین مولوی عارف الله عارف په مشرۍ د اوبو او انرژي وزارت د عمومی مشرانو او یو شمیر تخنیکی چارواکو په حضور کی جوړه شوه.

په دې غونډه کې د اوبو او انرژي له وزارت سره په مرکز او ولایتونو کې د اوبو او انرژي په برخه کې د فعالیتونو د ترسره کولو، د اوبو د سټېشنونو د پراختیا او د سطحې اوبو د ښه مدیریت په موخه د څارنې د شبکو د جوړولو په برخه کې د اړوندو وزارتونو او ریاستونو په همغږۍ او ګډې همکارۍ خبرې وشوې. له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو باندی بحث او خبری وشوي

د انرژي محترم معین په غونډه کی د راغلو موضوعاتو له څیړلو وروسته له اړوندو مسولینو څخه ددغی وضعیت په اړه راپور وغوښتل او لازم تصمیمونه یی ونیول او اړوندو مسولینو ته یی لازم هدایات ورکړل.

User account menu