د لاندني هلمند زرنج سیندیزې فرعي حوزې اونیزه ناسته ترسره شوه

mew-admin
Thu, Jul 21 2022 2:03 PM
1

دا ناسته د لاندني هلمند زرنج سیندیزې فرعي حوزې رئيس، ښاغلي مولوي سید محمد ولي  آغا تر مشري لاندې ترسره شوه.

 په یاده ناسته کې، د یاد ریاست د اوبو سرچینو آمریت د پورتني، چهاربرجک، تال پډې، خوابګاه او سرې شیلې استیشنونو او همدارنګه د استیشنونو د ساتنې او پالنې په هکله خپل راپور د سیندیزې حوزې رئيس ته وړاندې کړ.

 همدارنګه په یاده ناسته کې، د انجنیري خدمتونو آمریت د لښکري اوبو کانال د پاکولو په هکله خپل چمتووالي څرګند کړ.

د لاندني هلمند زرنج سیندیزې فرعي حوزې رئیس د کارمندانو د راپور تر آورېدو وروسته، هغوی ته د چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره لازم هدایات ورکړل.

User account menu