د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې  د دغه وزارت کړنې او لاسته راوړنې د رسنیو په شتون کې وړاندې کړل

mew-admin
Sat, Jul 23 2022 3:54 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې چې د حکومت د رسنیو په مرکز کې جوړ شوی و، د وزارت د کړنو او لاسته راوړنو په هکله مفصل معلومات د رسنیو په شتون کې وړاندې کړل.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر په یاد مطبوعاتي کنفرانس کې د یوې واحدې، منظمې، کارنده او مسلکي تشکیلاتو رامنځته کولو، د اوبو او انرژي په سکتورونو کې د ملي او نړیوالو پانګوالو جلبولو، د مسلکي کدرونو ساتنه او ګمارنه، ګانډیو هېوادونو ته د برېښنا پورونو ورکړه، د وارداتي برېښنا قراردادونو غزونه، د اوبو او انرژي قانوني کیدل او     د۱۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید په وړتیا د کجکي بند پروژې د دوهم فاز بشپړېدل یې د دغه وزارت له مهمو لاسته راوړنو څخه یاد کړل.

ښاغلي منصور د خپلو خبرو په دوام کې د هلمند سیند تړون ته اشاره وکړه او زیاته کړه" د اوبو او انرژي وزارت د ایران د حقابې د تامین په برخه کې د یاد تړون سره سم عمل کوي". هغه زیاته کړه چې د سختې وچکالي له امله د هېواد اوبه کمې شوې او دې موضوع د هېواد کروندګرو او هم د ایران د حقابې د تامین په برخه کې د پام وړ ستونزې رامنځته کړې دي، خو د اوبو او انرژي وزارت له ایران سره د دواړو هېوادونو د ګډو کمیشنرانو په کچه د پرله پسې ناستو په ترڅ کې دغه ستونزه هواره کړې ده.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست و زیر په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د مدیریت په هکله وویل چې له پنچشیر څخه کابل ته د اوبو رسولو پروژې د پلي کیدو لپاره له ګڼو پانګوالو سره خبرې شوې او له نېکه مرغه یو شمېر یې په دې برخه کې د خپلې پانګونې لېوالیتا ښودلې ده. همدارنګه د للندر- شاتوت پروژې د پلي کیدو لپاره هم له قراردادي شرکتونو سره لازم اقدامات او همغږي دوام لري؛ ترڅو چارې یې په عملي توګه پيل شي.

د کنفرانس په پای کې، په هېواد کې د انرژي د تولید او د اوبو مدیریت د پروژو د پلي کیدو په برخه کې د دغه وزارت د کړنو او پلانونو په هکله د خبریالانو له خوا ګڼې پوښتنې مطرح شوې، چې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر دغو ټولو پوښتنو ته په رښتیني او مسؤلانه ډول  ځوابونه وړاندې کړل.

Latest news

Mon, Jul 27 2026 3:12 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of the 500 kV Arghandi Substation Project

Date: 5/5/1405 (Solar Hijri) | 12/2/1448 (Lunar Hijri)

The Minister of Water and Energy, His Excellency Hajj Mullah Mohammad Yunus Akhunzada, closely inspected and reviewed the. . .

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu