د اوبو او انرژي وزارت د رهبري ناسته ترسره شوه

mew-admin
Tue, Aug 02 2022 12:36 PM
۱

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف تر مشري لاندې د دې وزارت د عمومي رئيسانو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کیدو په برخه کې د بېلابېلو اداري او تخنیکي موضوعاتو په هکله بحث او دنظر تبادله وشوه.

په پيل کې، یو شمېر عمومي رئيسانو په ناسته کې د مطرح شوې  موضوعاتو راپور وړاندې کړ او د رهبري مقام څخه یې د هغوی د حل و فصل  لپاره د هدایت غوښتنه وکړه.

د انرژي ښاغلي معین ټول موضوعات په مفصل ډول و څېړل او اړونده رئيسانو ته یې لازم هدایات او لارښوونې وکړې.

User account menu