د لاندني هریرود فرعي سیندیزې حوزه کې د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت په هکله د اوبو د سرچینو د مدیریت د همغږي کمیټې دوهمه ناسته ترسره شوه.
د لاندني هریرود فرعي سیندیزې حوزه کې د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت په هکله د اوبو د سرچینو د مدیریت د همغږي کمیټې دوهمه ناسته د یاد ریاست د رئيس ښاغلي مولوي سردار ولي مزمل او د دې ریاست د یو شمېر نورو مسؤلینو او د هرات ولایت د سکتوري او تخنیکي خدمتونو د رئيس ښاغلي انجنیر سراج الدین فقیری په شتون کې جوړه شوه.
په یاده ناسته کې، د ځمکې لاندې اوبو د اندېښنو او ستونزو، د څاه ګانو د کیندلو په وړاندې د کړنلارې او تګلاري په جوړولو، د ځمکې لاندې اوبو د کمښت د ښه والي او مخنیوي پر لارو چارو او لارښوونو، د ځمکې لاندې اوبو د تغذیه کولو لپاره د اوږد مهاله او لنډ مهاله کمیټې د جوړولو او د اوبو د اهمیت په هکله په پوهاوي باندې بحث او دنظر تبادله وشوه.
