د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ارزګان ولایت ته سفر وکړ

MEW-Media
Fri, Aug 05 2022 10:23 PM
1

د ا.ا.ا د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د کندهار ولایت د والي محترم حاجی محمد یوسف وفا صاحب په ملتیا  د خپلو ولایتي سفرونو په بهیر کې  نن د ارزګان ولایت څخه لیدنه وکړه.

دغه ولایت ته په رسیدو د ارزګان ولایت د والي  مرستیال  محترم مولوي صاحب مزمل، د امنیې قوماندان او نورو امارتي مسئولینو ښاغلي وزیر صاحب او ملګرو ته یی ښه راغلاست ووایه.

وروسته ښاغلي وزیر په داسې حال کې چې  پورته یاد شوو مسئولینو   څخه علاوه د ارزګان د سیندیزې حوزې رئیس محترم نقي صاحب،  د کندهار د سیندیزې حوزې رئیس ملا سید محمد شرافت او د ارزګان برېښنا رئیس مخترم صفی الله انعام هم ورسره ملګري وو، د ارزګان ولایت د اغاجان او دهراود درې د اوبو بندونو له سیمې څخه لیدنه وکړه.

محترم منصور صاحب د ارزګان ولایت د سیندیزې حوزې او برېښنا رئیسانو ته هدایت وکړ چې د یادو بندونو لومړنۍ سروې دې ژر تر ژره تر سره کړي، تر څو چې وروستۍ سروې او ډیزاین لپاره مونږ له مرکز څخه تخنیکي ټیم سیمې ته ولېږو.

یاده دې وي چې د اغاجان بند د ارزګان ولایت د څلورو ولسوالیو کرنیزې ځمکې خړوبولای شي.

چې په دې سره به د سیمې د بزګرانو په ژوند کې مثبت بدلون راشي.

User account menu