د انرژي معینیت د رهبري ناسته د یاد معینیت د یو شمېر اړینو موضوعاتو د څېړلو په موخه ترسره شوه

mew-admin
Sun, Aug 07 2022 12:27 PM
1

دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف تر مشري لاندې  د انرژي سکتور د ټولو  رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په یاده ناسته کې، د بدخشان ولایت د شورابک بند د ستونزو هوارولو،  د وزارت د یو شمېر کارمندانو د روزنې په برخه کې د پاور چاینا شرکت سره د لا زیاتې همغږي او د انرژي معینیت د نورو تخنیکي موضوعاتو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.

د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف د ټولو موضوعاتو تر هر اړخیزې څېړنې وروسته، اړونده رئيسانو ته د اړینو اقداماتو د ترسره کولو لپاره لازم هدایات ورکړل.

User account menu