جوزجان ولایت په فیض آباد ولسوالي کې د علي آباد عمومي کانال د بیارغونونې د بنسټ ډبره کښېښودل شوه
جوزجان ولایت په فیض آباد ولسوالي کې د علي آباد عمومي کانال د بیارغونې د بنسټ ډبره د جوزجان سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي ملا سعدالدین سلیمي او د یاد ولایت د یو شمېر محلي ادارو د مسؤلینو په شتون کې کښېښودل شوه.
یاد کانال شاوخوا ۸۰۰ متره اوږدوالی لري ، چې د بیارغونې چارې یې د UNDP سازمان په مالي ملاتړ د سویډن کمېټې له خوا پرمخ وړل کېږي.
