د بدخشان ولایت په پنځو ولسوالیو او مرکز کې د پنځو لویو اوبو لګولو کانالونو د جوړولو کار پیل شو

mew-admin
Sun, Aug 21 2022 3:34 PM
1

د بدخشان ولایت په مرکز او په کشم، بهارک، تشکان، ارغنجخواه او ارګو ولسوالیو کې د پنځو لویو اوبو لګولو کانالونو د جوړولو کار پیل شو. د یادو اوبو لګولو کانالونو د جوړولو چارې د WFP سازمان او د Shelter for life موسسې په مالي ملاتړ د کوکچه – فیض آباد سیندیزې حوزې ریاست تر چتر لاندې پر مخ وړل کېږي. د یادو کانالونو په جوړولو سره به زرګونه جریبه ځمکه د خړوبولو تر پوښښ لاندې راشي او د اوبو سرچینو د تنظیم او غوره مدیریت لپاره هم اغېزمن بلل کېږي.

User account menu