بغلان ولایت کې د ګوهرګان کانال د محافظوي دیوال د جوړولو پروژې کار پیل شو
بغلان ولایت کې د پلخمري ښار د ډنډغوري اړوند د ګوهرګان کانال د محافظوي دیوال د جوړولو پروژې چارې د ۴ میلیونو او ۹۰۰زره افغانیو به ارزښت د آغاخان پراختیایي بنسټ په مالي ملاتړ په رسمي توګه پيل شوې.
د یاد کانال محافظوي دیوال ۳۲۹ متره اوږدوالی لري او د جوړولو چارې به یې د بشري ځواک په مټ باندې د ۵۰ ورځو په موده کې بشپړې شي.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د بدخشان ولایت په مرکز او پنځو ولسوالیو کې د پنځو لویو اوبولګولو کانالونو د جوړولو چارې د اوبو سرچینو د غوره مدیریت په موخه پیل شوي.
