د پنج آمو سیندیزې حوزې په ریاست کې د برېښنا ولایتي کمېټې د جوړولو په موخه غونډه جوړه شوه

mew-admin
Mon, Aug 22 2022 4:11 PM
1

د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې ریاست په دفتر کې د برېښنا ولایتي کمیټې د جوړولو  په پار غونډه د اقتصاد، برېښنا، دکلیو پراختیا، ښار جوړولو، کرنې او ښاروالي ریاستونو د مسؤلینو په ګډون جوړه شوه او د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې رئیس په دې غونډې کې د برېښنا ولایتي کمیټې د رئیس په توګه وټاکل شو.

په پیل کې، د پنج آموسیندیزې عمومي حوزې رئیس ښاغلي انجنیر رفیع الله مجتبی د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چي دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت د رهبري د سپارښتنې سره سم د برېښنا ولایتي کمیټې د جوړولو په موخه جوړه شوې ده، ترڅو وکولای شو د اړونده ادارو په همغږي سره د برېښنا د تولید بېلابېلو سرچینو څخه اعظمي ګټه پورته او د کندز ولایت بېلابېلو سیمو ته برېښنا ورسوو.

ورپسي د برېښنا د تنظیم آمر ښاغلي محمد عیسی رسولي د موضوع په هکله چمتو کړی پریزنتیشن وړاندې کړ چې په یاد پریزینتشن کې د برېښنا ولایتي کمیټې د جوړولو او د تشکیل په هکله د اوبو او انرژي وزارت د قانون سره سم ګډونوالو ته هړخیز معلومات وړاندې کړل.

Latest news

Mon, Jul 27 2026 3:12 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of the 500 kV Arghandi Substation Project

Date: 5/5/1405 (Solar Hijri) | 12/2/1448 (Lunar Hijri)

The Minister of Water and Energy, His Excellency Hajj Mullah Mohammad Yunus Akhunzada, closely inspected and reviewed the. . .

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu