د اوبو او انرژي وزارت د انرژي نوی معین د یاد وزارت رئيسانو او کارمندانو ته معرفي شو

mew-admin
Wed, Aug 24 2022 4:27 PM
1

ښاغلی ملا محمد عیسی "ثاني" چې مخکې د افغانستان برېښنا شرکت د اجرائیوي رئيس په توګه دنده ترسره کوله د عالیقدر امیر المومنین د فرمان او لزوم دید پر بنسټ د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین په توګه ټاکل شوی او په یو لړ رسمي مراسمو کې د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور له خوا د یاد وزارت رئيسانو او کارمندانو ته معرفي شو.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د د انرژي معین په توګه د ښاغلي ملا محمد عیسی "ثاني" د معرفي په مراسمو کې یادونه وکړه چې په اسلامي نظام او شریعت کې  هر ډول ټاکنې او بدلونونه د عالیقدر امیرالمومنین د فرمان او لزوم دید پر بنسټ ترسره کېږي، چې له شکه پرته دا بدلونونه به د نظام، هېواد او ملت په خیر وي

همدارنګه ښاغلي منصور د ښاغلي ملامحمدعیسی" ثاني" له کارنامو او تجربو څخه په ښه توب سره یادونه وکړه او د انرژي سکتور د اهمیت او په هېواد کې د هغې د پراختیا او ضروت په یادولو سره د انرژي نوي ټاکل شوي معین لپاره د خدای(ج) له درباره د دې مسؤلیت د ترسره کولو په برخه کې د لا زیات توفیق غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې، د ا.ا.ا د چارو ادارې د دفاع او امنیت رئيس ښاغلي مولوي محمد شاه د امیرالمومنین فرمان د ښاغلي ملامحمد عیسی" ثاني" د ټاکلو په هکله د ګډونوالو حضور ته قرائت کړ او د انرژي نوي معین ته یې د بریالیتوت غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکيې د اوبو او انرژي وزارت د انرژی معین په توګه ښاغلي مولوي عارف الله عارف دنده ترسره کوله، چې په یادې ناستې کې د هغوی له کړنو او هڅو څخه په ښه توب او قدردانۍ سره یادونه وشوه.

User account menu